انصار:( د لړم ۷مه)، د ترکیې یوې موسسې د کابل په وزیر اکبرخان تپه کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په غوښتنه د طالبانو د تحریک د موسس ملا محمد عمر په نوم، د بیت المقدس قبة الصخره ته ورته یو جومات جوړ کړ.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، دغه جومات په ۲۷۰ مربع متره ځمکه کې د ۱۲۰ زره امریکايي دالرو پر لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۳۵۰ لمونځ کوونکي پکې ځاییږي. سراج الدین حقاني د یاد شوي جومات د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دغه جومات له فلسطین او الاقصی سره د مسلمانانو په تېره بیا د افغانانو د مینې له کبله د قبة الصخری پر بڼه جوړ شوی دی. د جومات د جوړونکي ترکي موسسې مشر ویلي، چې د نورو داسې جوماتونو د جوړولو پلان هم لري. د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې په سلګونه نوي جوماتونه جوړ شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28107